خوږ شاعر مطیع الله تراب

August 5, 2016

د خوست غمجن ولس ته زما ډالۍ ده د ژوند را پېښه مو په خپلو اوږو بار پرته ده خدای خبر نور مو تر مخ څومره اوږده لار پرته ده د ستړو خدايه بې وصيت او بې ليدنه لاړو بې جنازې له غسله پاتې بې کفنه لاړو غربت څټلي يو د هجر په اوږدو کې اوسو لکه چنار د خپل لامدۀ ډډ په جامو کې اوسو نۀ تۀ راضي کړې مونږ او نۀ په دې يقين پاتې شو نۀ مو ګټلې ده دنيا او نۀ د دين پاتې شو ما د خپل سر قاتل ته دومره حوصله کړې ده ما په خپل ژوند باندې دا خپله جنازه کړې ده پروردګاره دا خپل ژوند راباندې بار پروت دی زمونږ د ښار په هره لار کې يو ښامار پروت دی هر پهلوان دلته يو ځل د مټو زور ازموي چې هغه لاړ شي بيا يې نور او بيا يې نور ازموي خو! دلته سرماتی او غاښ ماتی پوچ مړوند پاتې دی هر پهلوان دلته د سرېښتو ډنډ کې بند پاتې دی دوی وينې زمونږه د بقا له پاره نه تويوي زمونږ د بهبود او د فلاح له پاره نه تويوي دوی خپلې موخې ، ستراتيژيانې او هدفونه لري دلته دوه مخي او څلور مخي سياستونه لري دوی خپل روزلي ايجنټان او ايجنسيانې لري د خپل هدف لاسته راوړلو پاليسيانې لري د نړۍ د جنګ ډګر زمونږ په خاوره جوړ دی د مرګ سامان د مرګ دفتر زمونږ په خاوره جوړ دی هر څوک چې نوی او وژونکی لابراتوار جوړ کړي نو استعمال ته يې زمونږ خاوره کې بازار جوړ کړي اوس د نړۍ د اقتصاد فاينل ته چين وتلی لوبې ته بيا هماغه تور او هغه سپين وتلی پرون چې څوک ؤ نن هم لوبه د هغوی تر منځ ده اوسنۍ لوبه د CIA اوISI ترمنځ ده پاکستان دا وارې يو بل اسلام آباد جوړوي هغوی درګر دی زمونږ په وينو اقتصاد جوړوي هغوی کابل کې د پښتون د حق غوښتنه کوي خو خپل پښتون ته بيا د خپل منګي اوبه نه ورکوي پښتون پرون لاس په نامۀ دکرملېن مخې ته نن يې ټيټ کړی د ملا تير د واشنګټن مخې ته پټ له بارانه تر ناوې پورې همدۀ راوستې پښتونستان د خلکو پوزې تر نامۀ راوستې هغه په وينو کې لت پت په پت کې څوک پروت دی هغه په تخت باندې بې پته پت کې څوک پروت دی د وينو بوی دې پر دښمن لکه پلېل لګيږي په کوزه خاوره م د پښتون د وينو تېل بليږي د ازادۍ پر جل وهلي مورچل ګل غاټوله ځه کنه خېژه تر پټکي او تر کاکل غاټوله زه جل وهلی له شمشاد سره په ملا راکوږ يم زه ستا له غمه پر تا ژاړمه په تا راکوږ يم شوکمار د شرق وي که د غرب داړه يې په مونږ پرته وي جنګ چې د هر چا تر منځ وي خو پړه يې په مونږ پرته وي ددې جنګ ګټه به د چا وي ننګ له چا سره دی صلح له چا سره کوئ او جنګ له چا سره دی د صلحې سپين لاسونه هم راته شکمن ښکاري د چا د وينو داغ يې پورې پر لمن ښکاري دې صلحه ساتو له خپل ځانه سره جنګ راوړی امن يې هم زمونږ په وينو باندې رنګ راوړی وژني مو هم او هم مو پهې په پرهر لګوي زخم په پښه دې او پټۍ راته په سر لګوي زه په خپل کړي بغاوت باندې پښېمانه نه يم لاره که هر څومره اوږده ده خو ستومانه نه يم د قافلې سالار که نه شې ليدی ورک هم نه دی اوس غوړېدلی لمر د غرونو په سر څرک هم نه دی جانانه اوس دې په ليدو مازيګري مخور بنډار ښه ګرم دی څوک ځي او څوک راځي مخور ياره راځه په انتظار درته سپرلي ولاړ دي ګلونه هم لاس په نامۀ درته ازغي ولاړ دي راځئ چې لږ دې خصوصي سکتور ته سر ښکاره کړو ساختماني انجينران به لږ تر لمر ښکاره کړو په دې چالاکو او هوښيارو مو خدای مه اړوه د شرکتونو په شوکمارو مو خدای مه اړوه ﻻس په کې نشته تش لستوڼی او لباس خرڅيږي يوه عادي پروژه هم تر پنځم لاس خرڅيږي د طب سپېڅلې وجيبه کې هم رشوت درګر دی په روغتونو کې د انجونو تجارت در ګر دی بې سپارش او بې پيسو به دې مريض مړ کيږي بغير له دغه دوو درو به دې مريض مړ کيږي د درملتون دننه سره سپين قصابان ناست دي سړي خوارۀ فقط په شکل د انسان ناست دي په معياد تېرو دوايانو کې راشن اخلي ډاکټران ترو له درملتونه کمېشن اخلي چې دا زلمي زمونږه ولې ږيره برېت نه لري نجونو ته هم د سر ټيکري کوم اهميت نه لري د مسلمان او د هندو تر منځ تشخيص ګران شو د هندواڼې او د کدو تر منځ تشخيص ګران شو لباس، کلتور او تمدن مو په پتلون واوښتو ستر عورت مو تر پونډۍ او تر زنګون واوښتو بعضو لستوڼي تر اوږو او چا تر ستوني يووړل د مغرب ګرمو هواګانو ترې پړوني يووړل بند به تر څو د خپل ضمير په ځنځيرونو پروت يم زه به تر کومه ستا پر پښو او په لاسونو پروت يم ته به تر کومه ځان په حق ما به نا حق بولې زما اطاعت به د خپل ځان مسلم حق بولې آ دې توقيف شي چې د حق مخ ته دېوال پراته دي د چا په پښو کې چې مذهب پښتو پايمال پراته دي اوس د پردې تر شا يوه نوې معامله شروع ده د افغانستان په تجزيې باندې حمله شروع ده دا تجزيه د افغانستان څو ګوپي سري کوي دا د ټلوالې د جبهې يو څو پوچ سري کوي د ازبکانو تر شا ترو ازبکستان ولاړ دی د هزاره ؤ تر شا ﻻس په ﻻس ايران ولاړ دی مشر صاحب د ميرې مور سلوک دې سر وخوري د پښتنو مال چر ځايونه دې هم سر وخوري اوس په شمال کې د يوۀ نوي تود يرغل درګر دی د پښتنو په ځمکو چور او چپاول درګر دی په دې موضوع کې مستقيماً وروسان دخيل دي بعضې چاپړوسي او لاسپوڅي تا جکان دخيل دي تا هر طاغوت ته بوټ پالش او نن دې هم کړی دی تا پرون هم کړي سازش او نن دې هم کړی دی زمونږ پرون هم تويېده وينه نن هم توييږي آ د اشرارو او القاعده وينه نن هم توييږي مونږ څلور زره کاله مخکې بلخ ، بغلان خوړلو تا يوه پېړۍ پخوا تاجکستان خوړلو سلو کې شپږ اويا پښتون بله ناره نۀ کوو کۀ نۀ راځه سر لۀ سبا يې سرشمېرنه کوو بل تاسو خپله ، خپله خولۀ باندې اقرار کړی دی د افغانيت په نوم مو مخامخ ګزار کړی دی په سپين سترګۍ لۀ بعضو خولو نه دا الفاظ راوځي له دې بد بويه خولو نه اوس هم دا اواز راوځي ما افغان نيستم مگر افغانستاني هستيم و ما همه افتخار مي کنيم که افغان هستيم و افغانستاني هستيم تو که افغان نيستي از کدام کوه را تا شدي؟ برو گاوها ات حَو کو تو از کجا پيدا شدي؟ بعضې خو يې ان د ايمانونو په سودا ختلي د هلاکت او بربادۍ بام په هوا ختلي د افغاني نوم او نښان له پولو وغورځېدل په سپينو ږيرو د ايمان له پولو وغورځېدل پښتونه څو به در په در خاورې په سر يادېږې زه پېښور او تۀ کابل کې مهاجر يادېږې خلکو تر اوسه لا ساتلي بې وېښتو سرونه پښتنو ومو ويشتل خپله د سړو سرونه په نجيب باندې اوس هم ﻻ د کافر الزام دی په ګلبدين او جلال الدين د ترهګر الزام دی په جمعه خان او کشمير خان نوم د حزبي پورې دی يون ملتی شو په لايق نوم د خلقي پورې دی متوکل او ملاضعيف لا نظربند پراته دي ميردليم او ملا اسحاق هم کلا بند پراته دي غرغښت ، سړبن او ايوب خان خو په ښکاره نه راځي محمدګل خان او اکبر خان هم دوباره نه راځي علامه سيدجمال الدين راخبروم درپسې ځم ادم خان او ببرک خان راويښوم درپسې خلک لګيا دي مونږ له دې خپلې نقشې وباسي پښتنو ويښ شئ مونږ د ځمکې له کُرې وباسي څو چې ژوندی هم يو پښتون وي ددې ځمکې په سر ها به ددې خاورې مجنون وي د دې ځمکې په سر ګرېوان مې پرېږده که په ځان دې خپل ګرېوان لوريږي دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لوريږي واه يوسف مخيه چې تۀ تور او که سپين يوړې پښتونه نور چې يو ځای نه شوې اباسين يوړې کوز پښتانه هم ته وا يو د بل په پل نه ځي خلکو پردي کړله راخپل مونږ پسې خپل نه ځي نو خوشال خان او غفار خان درته له کومې کړمه ميرزاعلي خان او عجب خان درته له کومې کړمه څيرې ګرېوان د دروېزه اخون په عذر لاړم د سمندر او صنوبر کاکا په قبر ژاړم زما ازاد افغانستانه ومې نه ليدلې زما په ژوند پښتونستانه ومې نه ليدلې.


Create Account



Log In Your Account