(یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل) ارګ وایي محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه اسلام اباد ته روانېږي، چې موخه يې د سیمهيیز اتصال او سولې پروسه کې «همکاري» ښوودل شوې ده. د ارګ ویاند هارون چخانسوري ويلي، هغه د عمران خان د ټلیفوني اړیکي پر بلنه اسلام اباد ته سفر کوي. تر دې وړاندې پاکستان ویلي و، چې د سولې پروسه کې همکارۍ ته اماده دی، خو پخپله عمران خان موده وړاندې د «مؤقت حکومت» یادونه هم کړې وه. غني په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو خوست کې بمباري وکړه او نهو تنو ملکي وګړو ته يې مرګژوبله واړوله. تازه هم خوست کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د تار غځولو مخالفت کې د خوستي ځوانانو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړې خبر ورکړل شوی دی، چې پوره جزییات يې لا هم رسنیز شوي نه دي. د غني د سفر دقیقه نېټه څرګنده نه ده، خو هغه له څو ورځو وروسته هم خوست کې د پاکستان پر بمبارۍ خوله پټه نیولې او سفر کې يې هم اجنډا کې د ګیلې ځای نه ښکاري.