که څوک ښه یا بد کوي له ځان سره ئې کوي

October 8, 2023

  قصه کوي چي یوې ښځي هره ورځ چي کله به ئې د خپل کور لپاره ډوډۍ پخول؛ نویوه ډوډۍ به ئې د دروازې سره په لاره کي د فقیر او مسافر لپاره ایښودل. هره ورځ به یو پرملا کړوپ مسافرراتلی او دغه ډو‌‌ډۍ به له ځانه سره وړله، د دې پرځای چي د دغه کوروالا احسان ومني یا دعاورته وکړي داجمله به ئې ویل:  ”که بد عمل وکړې د ځان تاوان دي دئ او که نېک عمل وکړې هم ستاګټه ده، بس همدغه خبره د ښځي پر دماغ بده ولګېده چي داولي دومره بې تمیزه بوډا دئ، چي هیڅ ښه نه ورباندي معلومیږي او هر وخت دایوه خبره کوي. یوه ورځ ئې داسي فکر وکړ چي ددغه کړوپ بوډاڅخه به څرنګه ځان خلاصوي، نو ئې په زړه کي داوروګرځېدل چي باید په یوه ډوډۍ کي زهرواچوي ترڅو ددغه بدبخته او نمک حرامه بوډا څخه ځان خلاص کړي کله چي ئې په ډوډۍ کښي زهر واچول؛ نوهغه ډوډۍ ورځني وسوځل سوه، آخر ئې دغه عمل پرېښووی او بیرته ئې سمه ډوډۍ و بوډا ته کښېښوول لږ وخت وروسته بوډا راغلی هغه پخوانۍ جمله ئې وویل او ډوډۍ ئې  له ځانه سره واخیستله او پرخپل مخ ولاړی. ددغه ښځي یو زوی وو، چي د ډیري مودې راهیسي ورک وو. هیڅ د مرګ او ژوند پته ئې نه لګېده، په همدغه ماښام ناوخته ئې دکوردروازه وټکېده، کله چي ښځه د دروازې وخواته راووته حیرانه سوه،هغه دکلونو - کلونو ورک زوی ویني، چي په دروازه کي ولاړدی، رنګ ئې ډیر خراب کالي ئې څیري او خیرن دي، دستي ئې وخپلي مورته وویل موري مه حیرانیږه، د الله شکراداکړه چي زوی دي روغ رمټ ترکوره راورسېدی، نزدې وو چي زوی دي د کور په څنګ کي د لوږي مړوای، زوی یی قصه داسي ورته شروع کړه، چي د اوږده سفر وروسته مي د خوراک شیان خلاص سوه، کورته تر رسېدلو یومزل لا پاته وو، چي نور مي دلوږي له لاسه پښو کار پرېښودی او نه مي سوای کولای چي حرکت وکړم، بس ځان مي په دښت بیابان کي ومرګ ته وسپاری، که ګورم داوخت یوبوډا کړوپ سپین ږیری راوان دئ او یوه تازه ډوډۍ ورسره ده، زما مرګونی حالت ئې ولیدئ، راته وې ویل: دغه ډوډۍ مي د ځان لپاره رااخیستې ده او زه هم نوره نفقه نلرم خوداچي ته ترماډیر ضرورت ورته لرې، نودا ډوډۍ به تاته درکړم،هغه ډوډۍ چي مي وخوړه په بدن کي مي لږ قوت پیداسو او دادئ تر کوره پوري ددغه ډوډۍ په مرسته راورسېدم. مور ئې حیرانه ودرېده، سر ئې خلاص سو چي داهغه بوډا دئ، چي هره ورځ ئې زموز  له کوره ډوډۍ وړل او هغه د نن غرمۍ ډوډۍ او په ډوډۍ کي د زهرو ګډول هم ور په یاد سوه، ډیر شکر یی اداکړ چي څومره ښه کاروسو، چي هغه ډوډۍ راڅخه وسوځل سوه او زهر مي ورباندي ګډ نکړل کنه نو نن ورځ به مي په خپل لاس خپل زوی وژلی وای او دلته دهغه بوډا سپین ږیري د خبري په مقصد او حکمت هم وپوهېدل، چي په دغه ساده خبره کي څومره لوی مقصد او هدف نغښتی وو، رشتیا خبره ده چي که څوک ښه او که څوک بد کوي  له ځان سره یی کوي.


Create Account



Log In Your Account