که ضعيف يې نو مسئوليت مه منه!

October 8, 2023


انسان لکه د ځان په نسبت چي مسئوليت لري د نورو مسلمانانو په نسبت يې هم لري آن تر دې چي په خپل چاپيريال کي د موجوده حالاتو، نظامونو او ژويو په نسبت يې هم لري ځکه نو انسان بايد تر خپل شخصي صلاحيت اضافه د مسئوليت په منلو کي ډېر دقت او غور وکړي په دې معنی سره چي د نورو شيانو او انسانانو په نسبت ځيني هغه مسئوليتونه دي چي انسان ته د انسانيت او دين په سبب متوجه کيږي لکه بشري خواخوږي، بشري نزاکتونه او هغه حقوق چي په اسلام کي د مسلمانانو تر مينځ پر يو بل لازم سوي دي او ځيني هغه مسئوليتونه دي چي انسان ته د نورو انسانانو يا نظامونو لخوا سپارل کيږي دداسي مسئوليتونو په منلو کي بايد انسان ډېر دقت او غور وکړي. داسي مسئوليت بايد و نه مني چي دی نه په پوهيږي او يا يې سر ته نسي رسولای تر څو خدای مکړه پر ځان دروند بار و نه مني او په امانت کي خيانت ورڅخه ونسي؛ کله چي ابوذر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ځان لپاره د دندي او وظيفې غوښتنه کوي هغه ورته وايي: يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةٌ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْىٌ وَنَدَامَةٌ إِلاَّ مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِى عَلَيْهِ فِيهَا.[صحيح مسلم۴۸۲۳] ژباړه: ای ابوذره ته ضعيف يې، مسئوليت امانت دی او د قيامت په ورځ رسوايي او پښېماني ده مګر هغه څوک چي د حق سره يې اخيستلای سي او هغه څه آداء کولای سي چي ددې مسئوليت په اړه پر ده باندي لازميږي. يعني د دندي د آداء کولو لپاره توان او قدرت ضروري دی کوم څوک په کومي دندي نه پوهيږي يا يې حق نسي آداء کولای هغه بايد د داسي دندي غوښتنه ونکړي ځکه چي دنده امانت دی که ورڅخه ضايع سي د قيامت په ورځ به الله تعالی حساب ورسره کوي چي د ناکامه کېدلو په صورت کي به يې رسوايي په برخه وي او پښېمانتيا به هم ګټه نه ورته کوي. امام نووي رحمه الله د پورته حديث په تشريح کي ليکلي دي: دا حديث د وظيفو څخه د ځان ساتني لپاره لوی دليل دی په ځانګړې توګه د هغه کسانو لپاره چي ضعيف وي او د وظيفو حق سم نسي آداء کولای.[شرح النووي علي مسلم۳۴۰۴] وظيفه بايد څوک د عوائدو د سرچينې په صفت و نه مني بلکي د خدمت او مسئوليت لپاره يې ومني؛ د وظيفې څخه چي کوم معاش د خدمت او کار په مقابل کي تر لاسه کوي هغه دده ضرورت او اړتيا ده ځکه دی د وظيفې سره بل کار نسي کولای نو بايد د بيت المال څخه دده د اړتيا په اندازه معاش ورکول سي تر څو په سمه توګه وظيفه سر ته ورسوي. له همدې امله څوک چي په کوم کار نه پوهيږي يا يې سم سر ته نسي رسولای د هغه کار او مسئوليت د منلو څخه دي ډډه وکړي او داسي چا ته دي پريږدي چي هغه يې اهل وي او سم يې سر ته ورسوي ځکه نا اهل نه تنها دا چي وظيفه سم سر ته نسي رسولاي د وظيفې په نيمګړي آداء کولو سره نورو خلګو او نظام ته هم تاوان رسوي او په محوله دنده کي احتمالي ترقي ډېره شا ته غورځوي چي طبعا پر هيواد، خلګو او نظام يې منفي اغيزه پرې وځي.


Create Account



Log In Your Account