تېره میاشت تر ۱۰۰۰ ډېرې افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

September 20, 2023

د کندهار ولایتي چارواکو په تېره یوه میاشت کې هېواد ته د افغان کډوالو د څه د پاسه ۱۰۰۰ کورنیو د را ستنېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست نقیب الله مومن آغا ویلي، چې د سپین بولدک له لارې د وږي په میاشت کې د ۱۰۵۰ کورنیو ترڅنګ ۲۴۰ تنه افغان بندیان چې د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي ویلي، چې یادې کورنۍ د مرستو په موخه د IOM او NRC مرستندویو ادارو ته ورپېژندل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده


Create Account



Log In Your Account