په هرات کې د زلزلې له کبله د مړو شویو شمېر تر ۲۴۰۰ کسانو واوښت

October 8, 2023

طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند، ملا جانان نن په خبرو کې وویل، تراوسه په دې زلزله کې ۲۴۴۰ تنه مړه او ۲۴۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملا جانان په خبره، دې زلزلې ۱۹۸۳کورونه هم ویجاړ کړي دي.

نوموړي په خبرو کې دا هم ویلي، چې سیمې ته د مرستې رسونې ټیمونه رسیدلي، خو د دې احتمال شته چې د مړو شویو او ټپیان شمیر لوړ شي.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد سیمې ته د ژغورنې د ۱۰ ټیمونو د لېږلو ادعا کړې وه او ویلي و، د څښاک اوبه، خوراک، درمل او د کالیو په ګډون نور اړین توکي هلته استول شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې تر ډېره د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه او وروسته یې څو ټکانونه احساس شوي دي.

راپورونه وايي، چې د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېدیځ کې و.


Create Account



Log In Your Account