خوست: په اقامت جنجال؛ لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

November 4, 2019

تلوسه په خوست ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته شوې ده چې په نتيجه کې يې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوست د امنيه قومندانۍ وياند عادل حيدر وايي چې نن مازيګر د خوست ولایت مندوزيو ولسوالۍ د لپوريو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ لفظي شخړه کې چې وروسته په وسله واله نښته واوښته؛ څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د سيمې اوسېدونکو ويلي دي چې نښته د کلي په جومات کې د لمانځه د اقامت په سر رامنځته شوې ده چې په تاوتريخوالي واوښته. بايد وويل شي چې تير کال هم په خوست ولايت کې د تبليغانو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې څو تنه تبليغيان يو بل په کوتکونو وهلي وو او ټپيان کړي يې وو.


Create Account



Log In Your Account