په غزني کې د چاودنې له کبله ۹تنه ملکي وګړي ووژل شول

October 15, 2020

د غزني امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د دوو چاودنو له کبله ۹تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د شنبې سهار ۹ بجې د دې ولایت پر عمومي سړک روضی کوتل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د څلور مېرمنو په ګډون ۹تنه ملکي وګړي ووژل. د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت وویل دغه چاودنه د ملکی وګړو پر ټونس ډوله موټر شوې چې له کبله یې د درې مېرمنو په ګډونه ۹ تنه ملکی وګړي ووژل شول. د نوموړي په وینا کله چې پولیس د پېښې ځای ته د مرستې لپاره ورغلل، بله چاودنه د پولیسو پر هاموې موټر وشوه، چې دوه پولیس پکې ټپیان شول. وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې د غزنې روضې اړوند د پولیسو پر هاموي موټر چاودنه کې پنځه تنه پولیس وژل شوي دي


Create Account



Log In Your Account