سنګین: امریکایانو یو ځل بیا ملکي وګړي په نښه کړي

November 4, 2017

تلوسه

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي تېره شپه مریکایانو یو ځل بیا په هوايي برید کي ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د سنګین ولسوالۍ د اوسېدونکو له وینا سره سم تېره شپه امریکایانو له بازار سره نیژدې د ملکي وګړو په کورونو درنه بمباري وکړه، چي له امله يې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

د هلمند ولایت یو تن اوسېدونکي حاجي احمد له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي وړمه شپه امریکایانو د سنګین له امنیه قومندانۍ سره نیژدې د ده د ورور په کور هوایي برید وکړ له امله يې ورور، د ورور مېرمن او درې تنه ماشومان وژل شول.

د سنګین د تېري شپې په برید کښي د وژل شویو کسانو جسدونه؛ نن خپلوانو د هلمند مرکز لښکرګاه ته یوړل او رسنیو ته يې ښکاره کړل، چي د هلمند په بمبارونو کي ولسي وګړي وژل شوي دي.

درې ورځي وړاندي هم بهرنیو ځواکونو په سنګین کي د ولسي وګړو څو کورونه په نښه کړل چي له امله یې تر ۲۵ زیات ملکي وګړي وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د هلمند ولایتي شورا او ځایي وګړو هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله تائید کړه، خو د هلمند والي حیات الله حیات په بمبار کي د ملکي خلګو له مرګ ژوبلي غوڅ انکار وکړ او ویې ویل چي په پېښه کي طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک د تېري شپې د هوايي برید په هکله رسنیو ته یوازي دومره وویل چي له سنګین څخه ملکي ټپيان لښکرګاه ته ور وړل شوي، خو معلومه نه ده چي دا د درې ورځو د پخواني بمبار دي او که په تازه پېښه کي ژوبل شوي دي.


Create Account



Log In Your Account