په کابل کې د ښځینه سوداګرو لپاره بازار جوړ شوی

September 19, 2018

په کابل کې د یوه خصوصي شرکت له لوري، د سوداګرو ښځو لپاره یو بازار جوړ شوی دی. د دغه بازار مسوولینې وايي، چې د یاد بازار د جوړېدو موخه، د هغو ښځو لپاره د کار د زمینې او نورو اسانتیاوو برابرېدل دي، چې په وروستیو دوو کلونو کې اوزګارې شوې دي. د دغه بازار مسوولینې دغه راز زیاتوي، چې تر سلو د زیاتو د سوداګرو ښځو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده. بلخوا یو شمېر ځې چې په دغه بازار کې پر سوداګرۍ بوختې دي، د ښځو لپاره د یاد بازار پر جوړېدو خوښي شيي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي. د مسوولینو په وینا، په دغه بازار کې د ځینو نورو اسانتیاوو تر څنګ رستورانټ او ۳۰ هټۍ فعالې دي، چې د ښځو له لوري اداره کېږي او ښځې هره ورځ له دغه بازاره توکي پيري. دغه بازار په شاوخوا کې ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په شخصي لګښت بیارغول شوی دی.


Create Account



Log In Your Account