پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې له یو شمېر معلولینو سره لیدلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې کتنه کې له معلولینو سره د هغوی پر ستونزو خبرې کړې دي او دغه راز د ملي اتحاد او اتفاق پر لاټینگښت یې ټینگار کړی دی. د سرچینې په خبره، چې کرزي په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره بین الافغاني تفاهم حتمي باللی دی او د مجلس گډونوال د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتونکي شول.