کندهار: په غلچکي برید کي د خوست ولایت د امنیه قومندان مرستیال وژل شوی

November 4, 2018

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال د کندهار ښار په څلورمه حوزه کي د غلچکي برید په ترڅ کي وژل شوی دی. له راپورونو سره سم نن ماسپين مهال ۲ بجې د کندهار ښار د څلورمي حوزې مربوط د حضرت جي بابا په سیمه کي د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال محمد یعقوب د بې غږه وسلې په مټ په عام سړک وژل شوی دی. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د محمد یعقوب وژل کېدل تائید کوي او وايي چي برید کوونکي له سیمي څخه تښتېدلي، پولیسو يې د نیولو په لټه کي دي. طالبانو د خوست د امنیه قومندانۍ د مرستیال د وژل کېدلو پړه منلې او ویلي يې دي چي محمد یعقوب د دقیقو استخباراتي معلوماتو په پایله کي په نښه شو. تېرو څو ورځو کي د کندهار پولیسو درې واره ادعا وکړله چي په ښار کي يې غلچکي برید ګر د برید په مهال په نښه کړي دي، دوۍ خبریالانو ته په اصطلاح د غلچکي بریدګرو د ویشتلو شویو کسانو جسدونه هم ور ښودل. د کندهار ښار اوسیدونکي وايي چي د کومو غلچي بریدګرو د وژل کېدلو ادعا چي د کندهار پولیس کوي هغوۍ غلچکي بریدګر نه، بلکي د سیمي عام وګړي یا هم د مدرسو زده کوونکي دي، چي د دې ولایت د امنیه قومندان جنرال رازق کسانو په یوه او بل نوم اختطاف کړي وو او له مودې راهیسي له دوۍ سره بندیان ول. تر دې وړاندي د جنرال رازق ملېشو له طالبانو سره د همکارۍ په نوم خلګ له تښتولو وروسته په رېګونو کي غورځول یا يې هم زړو باوړیو کي اچول.


Create Account



Log In Your Account