اشرف غني کابل کې غبرګې چاودنې وغندلې

November 6, 2018

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په کابل کې غبرګې چاودنې په شدت وغندلې. ښاغلي غني له ارګه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‎وال طالبان په بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژلو مسؤلیت مني او فخر ورباندې کوي. په خبرپاڼه کې د ولسمشرغني په حواله ویل شوي چې د داسې جنایت عاملان به د افغانستان په هېڅ برخه کې په امان کې نه پاتې کېږي. د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا حملې د بې ګناه خلکو ژوند ته د وسله‎والو بې پروايي څرګندوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا، په کابل کې په پرونیو حملو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه ملکي خلک او پوځي مامورین وژل شوي او ۷۲ تنه زخمیان شوي دي.


Create Account



Log In Your Account