په غزني کې چاودنه ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

August 13, 2019

د افغانستان د غزني په ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر خونړۍ چاودنه شوې ده.

د غزني ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د غزني ولایت د دویمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د ملکی وګړو پر موټر چاودنه شوې ده .

د غزني ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن خالي د اکتوبر ۲۴ مه د غرمې نه مخکې د غزني ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د روضې په سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۹تنه ملکي وګړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي

هغه ویلي دي چې چادونه هله رامنځته شوه چې د سیمې نه  یو پوځي موټر  د تیریدو پر حال کې وو. په چاودنه کې پوځي موټر کې سپرو کسانو ته  هم زیان اوښتی دی. پدې پیښې کې  ۴ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو ویلي دي چې برید يي پر پوځي موټر کړی چې په نتیجه کې ګن شمیر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې .


Create Account



Log In Your Account