شهزاد آریوبي لیکي

August 4, 2016

د وارسا د سرمشریزي د دریو مشخصو ژمنو سربیره(چې په هغو کې تر ۲۰۲۰ پوري د کال ۵ میلیارده ډالره مرسته، د ناټو او افغانستان اوږدمهاله سیاسي پارټنرشیپ، او تر ۲۰۱۶ ها خوا د
غوڅ ماموریت دوام) د سرمشریزي په څنډه کې د ناټو مختلفو هیوادونو له مشرانو سره د ولسمشر غني لیدني او ژمني وشوې. د پولنډ له جمهور رئیس سره لیدنه: د پولنډ جمهور رئیس په افغانستان کې د ۲۰۰ پولنډي سرتېرو موده وغځوله. --------------------------------------------------------------------- د ازربایجان له جمهور رئیس سره لیدنه: د اذربایجان جمهور رئیس نن له ولسمشر غني سره په لیدنه کې وویل، د ملي یووالي حکومت له مقاماتو سره د تېرو کتنو او ژمنو په اساس به اذربایجان په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل په موخه نظامي مهمات ور وسپاري. ښاغلي الهام علي اوف وویل، اذربایجان به همدارنګه له افغانستان سره د نظامي همکاریو په لړ کې د افغانستان د هلیکوپترو پر ترمیمولو سربېره د اړتیا پرمهال خپلې هلیکوپتري افغانستان ته خدمتي ورکړي. ------------------------------------------------------------------------ د امریکا له جمهور رئیس سره لیدنه: په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید تصمیم نیولی دی. د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او وې ویل، موږ او نړۍ له افغانستان سره یوو اود نړیوالو همکارانو په توګه به د دوی تر څنګ اوسو. -------------------------------------------------------------------------- د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې سره لیدنه: اغلې موګریني له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په موخه وویل، چې د افغانستان نړیوال متحدین به په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړي او په پام کې ده چې د بروکسل ناستې څخه یوه شپه دمخه د افغانستان او سیمې د پرمختګونو او اړوندو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وشي. --------------------------------------------------------------------------- د هالنډ له لومړي وزیر مارک رټ سره لیدنه: ښاغلي مارک رټ وویل، دوی به د افغانستان شمالي ولایتونو کې د خپلو مرستو اوسنۍ کچه وساتي او په دې هکله به خپل تصمیم نهایي او ژر اعلان کړي. دوی به د سوداګرۍ لپاره مرسته پروګرام له لارې چې په نورو هېوادونو کې یې ښې پایلې لرلي له افغانستان سره افغاني تولیداتو ته د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي. -------------------------------------------------------------------------- د کاناډا له لومړي وزیر جسټن تروډو سره لیدنه: کاناډا به له افغانستان سره په نظامي او اقتصادي برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړه، کاناډا به په راتلونکو درې کلونو کې له افغانستان سره ۲۷۰ میلیون ډالر په ملکي برخه کې همکاري وکړي. -------------------------------------------------------------------------- د چک له جمهور رئیس میلوش زیمان سره لیدنه: د چک جمهور رئیس ژمنه وکړه چې ، هېواد به یې د افغانستان لپاره سل تنه پیلوټان وروزي. همدارنګه د چک جمهوریت له افغانستان سره د هلیکوپترو د ترمیم قرارداد ته لېواله دی


Create Account



Log In Your Account