ښوونځي به کله پرانیستل کېږي؟

September 22, 2023

فریدون خوځون تېره ورځ په افغانستان کې د یو شمېر نجونو زده کوونکو میندې د څو ښوونځيو مخې ته راټولې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو په بیا پرانیستلو کې مرسته وکړي او افغان نجونو ته جدي توجه وکړي. له "وېرې پرته زدکړې" تر شعار لاندې اعتراض کوونکې مېرمنې په کابل کې د الفتح په نامه ښوونځي مخې ته ټولې شوې وې او ویل یې، چې په کورونو کې یې لوڼې بې برخلیکه او له تعلیمه پاتې دي. اعتراض کوونکې مېرمنې پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې ولې د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مرسته نه کوي. دوی وايي، ښوونځي ته د نه تللو له کبله یې لوڼو رواني ستونزې پیدا کړې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د «اکتوبر یوولسمه د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه. نوموړي زیاته کړې چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت، خپله نجونو او یوه داسې هیواد ته چې د دوی انرژۍ او ونډې ته ژوره اړتیا لري زیان رسوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل له طالبانو څخه غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی. د بشري حقونو سازمانونو هم په افغانستان کې د نجونو د منځنيو ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی او دا یې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو ښه کېدو لپاره مهم شرط هم بللی دی. دغه راز د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او نورو اروپايي پارلمان ته وینا کوي او غواړي چې په طالبانو فشارونه زیات شي څو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار او زدکړو حق ورکړي. د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبانو سربېره پر دې چې عملاً د نجونو ښوونځي تړلي، تر خوا یې د هغوی د لوړو زده‌کړو پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي دي. هاخوا په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایرلنډ استازولۍ د طالبانو له‌خوا تر ۴۰۰ ورځو د نجونو د ښوونځیو بندول د شرم وړ بللي او پر طالبان یې غږ کړی چې ښوونځیو ته د نجونو په تلو بندیز لېرې کړي. د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ افغانستان کې بشري وضعیت ډیر د اندیښنې وړ بللی دی او ویلي دي، چې دا هیواد د یو جدي بحران سره مخ دی. هغه ویلي دی وروسته له څیړنو دې پایلې ته رسیدلی دی، چې افغانستان یو جدي بحران سره مخ دی او دې ته اړتیا ده ترڅو ټول اړخونه په عاجل ډول اقدامات ترسره کړي. د بشري حقونو نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ ( تلې ۲۷) وویل، چې هغه افغان میرمنې، چې د طالبانو د چلند پر وړاندې په اعتراضونو کې بندیانې شوې وې، ورته یې د بند پر مهال د طالبانو له خوا د شکنجې او ناسم چلند په اړه کیسې کړي دي. دغو میرمنو د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، چې طالبانو د هغوی نارینه خپلوان وهلي او " برقي شوکونه" یې ورته ورکړي دي او بند کې د پاتې کیدو پر مهال یې عدلي ادارو ته لاس رسی هم نه درلود. بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې دا وضعیت په بند کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د اعتراضونو د چپ کولو لپاره د هغوی پر هڅو رڼا اچوي. میرمن بار وویل: "ددغو ښځو کیسې د ښځو د فعالیتونو څخه د طالبانو د ژورې ویرې او ډار او هم د ښځو د فعالیتونو د ځپلو لپاره د هغوی د ظلمونو څرګندونه کوي". د دې ترڅنګ د نړۍ له سراسر څخه سیاستوال، پارلمانونه، سیاسي ګوندونه، مدني فعالان، د بشري حقونو او ښځو حقونو فعالان، خبریالان او د ټولنیزو شبکو کاروونکي له بېلابېلو فرصتونو څخه په افغانستان کې د ښوونځیو په بندیدو اعتراض کوي او د اسلامي امارت خلاف ورته د تبلیغاتو دروازه پرانستل شوې ده. برعکس د اسلامي امارت ټول مقامات، ویاندویان، پلویان او د ټولنیزو شبکو فعالان د ښوونځیو د بندیدو په توجیه کولو کې پاتې راغلي دي. تر اوسه چې چا هم خبرې کړي دي متضاد نظریات یې وړاندې کړي دي. حتی د شیر محمد عباس ستانکزي په ګډون ګڼو چارواکیو د مېډیا پر وړاندې د دې پخلی کړی چې باید ښوونځي ژر پرانستل شي. نورو اکثریتو بېلابېل نظریات ورکړي: د پوهنې پخواني وزیر ویلي وو چې کولتوي موضوعات د ښوونځیو د بندیدو لامل شوي دي. د امر باالمعروف وزیر ویلي چې باید شرعي ترتیب یې برابر شي. ګڼو نورو ویلي چې اسلامي امارت د ښوونځیو د پرانستلو لپاره بودیجه نلري او د اقتصادي ستونزو له امله بند پاتې دي. یوشمېر ټيټ پوړو کسانو خو په ښوونځیو رنګارنګ تورونه لګولي او خدای مکړه د ښځو ښوونځي یې په بدو مراکزو معرفي کړي دي. خو د ټولو موضوعاتو یو نچوړ راوځي چې د اسلامي امارت مسوولان د ښوونځيو د بندېدو لپاره هېڅ ډول توجیه نلري (البته د رسنیو او خلکو پر وړاندې). اما ضرور داسې څه شته او یا یې ویني، چې له امله یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي. خو ایا دا هم سنجول شوې چې د ښوونځیو پرانستل او د ښوونځو د دروازو تړل، کوم یو په ګټه دي؟ د پرانستلو او یا تړلو زیانونه او ګټې یې څومره دي؟ له دوه کاله وروسته هم د دې سرشته ونشوه، چې د ښوونځيو دروازې پرانستل شي، بلکې د ښوونځیو ترڅنګ پر افغان مېرمنو نور بندیزونه هم ولګېدل، له بند امیر منع شوې، ارایشګاوې وتړل شوې او د کار حق ترې اخیستل شوی دی. هر انسان په دې پوه شوی چې د هېواد د پرمختګ عامل زدکړې او تحصیل دی. له همدې امله هر څوک غواړي چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي. که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د هېواد یو لوی اکثریت وګړي به د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره د هېواد د پرېښودو په فکر کې شي او د فرصت په برابرېدو سره به له هېواده ووځي. همدارنګه به افغانستان په بېلابېلو برخو کلونه کلونه شاتګ وکړي او د پرمختګ له کاروانه به پاتې شي. د دې لپاره چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره یو ځای شي او په کور دننه له روغتیايي برخې نیولې تر نورو هغو برخو پورې چې د باسواده مېرمنو شتون کې په اړین دی، افغانستان له ستونزو خلاص شي، باید ښوونځي خلاص شي او د ښځو پر وړاندې دا محدودی پای ته ورسېږي.


Create Account



Log In Your Account