د ګرم چای څښلو ګټي او زیانونه څه دي؟

October 8, 2023

که څه هم چې چای د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلي او په هر فرهنګ او هیواد کې د چای څښلو مختلف ډولونه او وختونه وي، خو د چای بې وخته څښل بیا ځینې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي. په افغانستان کې زیاتره خلک عادت لري چې د خوړو په منځ او یا تر خوړو وروسته ګرم چاي نوش جان کړي، دا چې دغه څه څومره ګټور او یا زیان لري، دلته به یوه لنډه کتنه ورته وکړو.

د روغتیا د برخي ځینې کارپوهان او ډاکټران وړاندیز کوي چې تر ډوډوۍ یا خوړو وروسته سمدلاسه د ګرمو اوبو یا چاي څښل د انسان په بدن کې د هاضمې سیستم ته زیان اړوي او له دې امله د انسان هاضمې ته ښه نه دی. د هندوستان د تغذیې د ملي انستیتیوت د رپوټ له مخې په دې هکله ځینې وړاندیزونه هم شوي چې دلته په لنډ ډول ورته اشاره کیږي. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د ښه صحت او د ستونزو د مخنیوي له پاره، تر خوړو وروسته او مخکې باید لږ تر لږه تر یوه ساعته پوري ګرمې اوبه، چای او یا هم قهوه ونه څښل شي. دوی وايي چې په چای او قهوه کې ځینې کیمیاوي توکي موجودي دي چې تر استفادي وروسته بیا له خوړو څخه د انسان په بدن کې د اوسپنې د جذب مخه نیسي. په دې رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې هغه کسان چې د زړه ناروغي لري، باید د قهوې له استفادې څخه ډډه وکړي، ځکه چې د قهوې له استفادې سره د ویني فشار لوړیږي او د زړه په ضربان کې نامنظم والی رامنځته کوي چې ممکن ځینو کسانو ته ستونزي پيښي کړي. د چای څښلو ګټي د چای د زیانونو ترڅنګ چای څښل ډيري ګټې هم لري: په چاې کې د انسان د زړښت د لړۍ د ورو کولو له پاره یو ډول مواد موجود دي چې د انسان په بدن کې حجرې ترمیموي او بیا یې زیږوي. د دې ترڅنګ چای د انسان په بدن کې د رواني فشار د کمښت سبب هم ګرځي. په دې برخه کې تر ډیره پوري تور چای ګټور تمامیږي، ځکه په تور چای کې یو ډول کیمیاوي عنصر د فشار رامنځ ته کوونکي هورمونو د کمښت سبب ګرځي. ځیني کارپوهان په دې باور دي چې چای د دې وړتیا هم لري چې په خوله کې د یو ډول باکتریاوو د زیږیدو یا وژلو سبب وګرځي، کوم چې د انسان د غاښونو د سوري کیدو سبب ګرځي. سربیره پر دې په چای سره د انسان د اوبو اندازه هم پوره وي.


Create Account



Log In Your Account