خپل ژوند څنګه ښه کړو؟

April 14, 2018

زمونږ په ټولنه کې ډیر خلک شکایت کوي، چې ژوند می خراب او برباد دی او ژوند می ښه نه دی او له ستونزو سره سر او ګریوان یم، همدارنګه تل د خفګان فکر کوی او حتآ د خپلې کورنی غړو سره هم سمه رویه نه کوی او چې ډیره فيصدي خلک یې له روحي یا اروايي ناروغیو سره مخ دي. نو باید پوه شو چې څنګه ښه ژوند وکړو تر څو خوشحاله اوسیږو.

ښه ژوند یو انسان ته ښکلا وربښی او انسان په نړی کې تر ټولو قوی ساتی، ښه ژوند په ډیر کم لګښت سره هم کیږي، نو دغه مهمه نه ده چې تاسی دی ډیرې  پيسي ولری، نو ښه ژوند به جوړ کړی. په شتون او موجوده امکاناتو باندې ښه ژوند برابرولی شی. هر کله چې سهار له خوبه پورته شی، نو د سهار ضرورتونه د رفع کړه او بیا د یو ساعت لپاره د خپلی کورنی غړو سره په خوشحاله احساس خبرې وکړه، که چیرې کومی ستونزمنی خبرې  د اوریدې، نو صبر وکړه او په ډاډه زړه ورته د حل لار پیدا کړه. خپل کار ته د تللو په وخت کی له ټولو څخه د خدای په امانی سره واخله او بیرته راګر ځیدو سره د کورنی ټولو غړو سره روغــبړ وکړه، او دوی ته د خوشحالی احساس څرګند کړه او تل لاندې ټکي په نظر کې ونیسه تر څو ژوند د لآ ښه وی.

۱-  هر وخت منندوی اوسه او بل چاته ښه ځواب ورکوه

۲- خپلو ملګرو او خپلوانو سره تل ښه اړیکه نیسه

۳- حریص مه جوړیږه او تل په خپل مال او جایداد باندې قناعت کوه.

۴- د ډیر خفګان په وخت کې بیا هم ځان خوشحاله څرګند کړه او په ځان باوری اوسه چې کار په منظم ډول ترسره شی.

۵- د هر څه زده کړه کوه، ځکه هره ورځ د زده کړی لپاره چانس وی.

۶- چی د څه شی سره مینه لری د ښه فکر کولو سره هغه تر سره کړه، تر څو چی ښه او بد یې درته څرګند وی.

۷- له کورنی غړو یا ملګرو سره لنډ مهاله سفر وکړه او ښایسته ځایونو ته لاړ شه تر څو د خوشحالی احساس وکړی او څه زده هم کړی.

۸- نا اشنا خلکو او ملګرو سره وګوره او خبري ورسره وکړه او ورته کوچنۍ غوندئ تحفه هم  واخله تر څو د خلکو کړني وپیژنی.

۹- د سهار او ماښام په وخت لږ تر لږه یو ساعت سپورت او تمرین وکړه.


Create Account



Log In Your Account