څنګه ځان خوشحاله ساتلی شو؟

September 3, 2018

پرته له دې چې یو انسان څومره سرګردانۍ او ستونزې لري، یو خوشحاله او د قناعت وړ ژوند تل د ټولو په واک کې دی او د ځینو ورځنيو عادتونو په بدلېدو سره ترلاسه کیدونکی دی. په ورځني عادتونو کې مثبت بدلون راوستل د فشار د کچې د کمیدو او د یو کس د خوښۍ د زیاتیدو سبب کیږي، که څه هم چې د یو شمیر دغو عادتونو بدلول لږې ژمنې او زیات استقامت ته اړتیا لري. مسکا کول: ښایي ځینې خلک یوازې د خوشالۍ او خوښۍ پر مهال مسکا کوي او کله چې خپه او غمجن وي، د خندا لپاره ډېره لېوالتیا ونه لري، خو طبي څېړنو ښودلې چې د یو انسان د مزاجي حال په پام کې نیولو پرته تبسم او مسکا کول په مغزو کې د ډوپامین د تولید لامل کېږي او په پایله کې یې یو سړی خوشحاله کوي. ورزش: ورزش یوازې د بدن سلامتیا نه تضمینوي بلکې د علمي څیړنو له مخې منظم فزیکي تمرین فشار، اضطراب او خپګان راکموي او په ځان باور او خوښي رامنځته کوي. حتی په لږ ورزش سره، لکه په څو دقیقو پیاده مزل، یوګا یا په کور کې څو دقیقې د عضلاتو په نرم کولو اوتمرین سره هم کولی شي د ورزش په مثبتو اغیزو پوه شئ. خوب: د طبي څیړنو په بنسټ هر بالغ انسان باید هره شپه لږترلږه اوه ساعته خوب وکړي. مناسب خوب د ښه روغتیا، د دماغ د سم فعالیت او رواني روغتیا سره تړاو لري. یوې طبي څېړنې ښودلې چې کافي خوب د زړه د ناروغیو، خپګان او شکرې په ګډون د مزمنو ناروغیو خطر کموي. هره شپه په ټاکلي وخت ويده کيدل او هر سهار په ټاکلي وخت پاڅيدل، له ويده کيدو مخکې حمام کول يا کتاب لوستل، له ويده کيدو مخکې د درنو خوراکونو څخه ډډه کول، د خوب کوټه يخه، خاموشه او تياره ساتل او د اوږد ورځني خوب څخه ډډه کول د شپې خوب د کیفیت د ښه کیدو سبب کیږي. سم خوراک: ځینې خواړه په عمومي توګه په فزیکي روغتیا اغیزه کوي او ځینې یې د انسان په مزاج اغیزه کوي. شکره په بدن کې د سیراټونین د ترشح یا خوشې کیدو لامل کیږي، خو دا غوره ده چې د بدن مصرفي شکره د صحي سرچینو لکه میوو، سبزیجاتو، حبوباتو او د غلو له دانو څخه تامین شي. په همدې ډول په پروټین بډایه خواړه لکه غوښه او ماهي په بدن کې د ډوپامین د خپریدو لامل ګرځي او د بدن د غښتلي کولو سربیره د ښه تمرکز او د خوښۍ د زیاتیدو لامل کیږي. د ورځې د بل هر وخت خواړو په پرتله د صحي سهارنۍ خوړل د ورځې په اوږدو کې د انرژي او خوښۍ په احساس کولو کې رول لوبوي او د سهارنۍ خوړل باید حذف نشي.


Create Account



Log In Your Account