د فرانسې برید په اړه مفتي صاحب څه وایي

August 4, 2016

د فرانسې په نیس ښار کې یو تن پر یو لاري موټر پخ هغه خلکو غوبل جوړ کړ چې، د شاهي نظام د له منځه تلو د ورځې په ویاړ سره راټول او تفریح یې کوله. په دې پېښه کې ۸۴ تنه ښځې، ماشومان او لویان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپاین شول. دا موټر برید د مجاهد په جامه کې یو تن د سمیع امور په نوم وکړ. کله مې چې نن سهار دا خبر د ټلویزیون په ښیښه ولید نو سمدلاسه مې زمونږ د سیمې یو مفتی صاحب انورالحق ته چې تازه یې په اسلامیاتو کې ډوکټورا له بهره اخیستې وپوښتل چې مولوي صاحب په پاریس کې داسې یوه پېښه رامنځ ته شوې ده. دې ته جهاد نوم ورکول سم دي، دا جهاد کیدی شي؟ هغه وویل چې جهاد د ملکي وګړو او بیا ښځو او ماشومانو سره په هیڅ وجه روا ندی. هغه همداشان زیاته کړه چې دا نن سبا چې د مجاهد په نوم په جنګونو کې کوم افراط کیږي او زیان یې عامو وګړو ته رسیږي دا جهاد ندی اصلآ دا یوه لویه بهرنۍ دسیسه ده چې باید مسلمانان د نړۍ په کچه بدنام شي. او په فرانسه برید هم د نړۍ مسلمانان بدناموي نور څه نه کوي. مفتي صاحب وویل چې پدې ډول نااهله کارو سره فرانسه او یا اروپا نه کمزورې کیږي بلکه قوي کیږي. ما وپوښتل چې هغه څنګه؟ ویې ویل چې د هر ترهرګریز برید سره ټوله اروپا او غرب یو خو د مسلمانانو سره دښمني پیلوي بل دوی خپل وسایل او وسلې لا پرمختللې کوي او همداشان په نړۍ کې د مسلمانانو د کمزوری په لوري ګامونه پورته کوي. ما بیلابیلې پوښتنې وکړې، ومې وپوښتل چې ما له ډیرو مولویانو اوریدلې دي چې عام مسلمانان هم که د طالبانو په بریدونو کې مړه کیږي روا دي او دا شهیدانیږي. مفتي صاحب له ډیر زړه سوي او احساس له مخې لومړۍ وخندل، ویې ویل چې دا مولویان د خپلې ناپوهۍ، زیات افراط او په ټولنه کې د خپل نفوذ د حرس له امله د جنت او دوزخ ټاپې په جیبو کې ګرځوي او اوس یې د خدایی دعوې هم پیل کړې. دا د نیم علم عالمان د خدای او رسول نه هم ځانونه پورته ګڼي. دوی که داسې وایي چې مونږ دې په هرځای کې بمونه الوزوو او یا دې ځانمرګي بریدونه کوو، او طالبانو ته دا ډاډېینه ورکوي چې تاسو خپل بریدونه کوی پروا نلري، که عام خلک هم مړه کیږي دا شهیدانیږي، دا پدې مانا ده چې دوی د خدای او رسول نه ځانونه پورته ګڼي. دوی څوک دي چې خلک شهیدانوي او ځانونه غازیانوي؟! د مسلمانانو په شهیدانولو سره څوک نه غازي کیږي. دا په کوم کتاب کې راغله چې ناګناه مسلمان شهید کړه چې ته غازي شې؟ مفتی انورالحق اوږدې خبرې وکړې، یوه یې دا وه چې طالبان د بل چا د لاس کوتک دی او د دوی هر عمل د اسلام او مسلمانانو رنګ بدول دي او بس. د مفتي صاحب له خبرو وروسته مې د الجزیرې ټلویزیون نه د دې هیواد د فرانسې ولسمشر ولید هغه په خپلو خبرو کې دې عمل ته د اسلامي تروریزوم نوم ورکړ او د غچ اخیستلو ګواښونه یې وکړل. له ځان سره مې وویل چې د مفتي صاحب خبرو د نښې منخ ویشتلی و. هرځل د نړۍ مسلمانان د داسې تروریستانو په نا اهله اعمالو باندې، رنګ بدې کیږي. لرې نه ځو افغانستان کې د جهاد په نوم په لسګونو زرو خلک شهیدان شول او په میلیونو بیا کونډې، یتیمان، ورارې، معیوب او معلول شول چې د نړۍ ترټولو زیات پرهیزګاره مسلمانان (افغانان) یې لا ناوسه او بې وسه کړل. طالبان که ځانونه مسلمان بولي نو سر له همدااوس نه دې، د خپلو مرتدو بادارانو غلامي پریږدي، د ځان او د خپلو اولادو د راتلونکي په فکر کې دې شي.


Create Account



Log In Your Account