ارزښت (اخلاق)

April 6, 2017

په اخلاقو کې ارزښت د کوم څه يا عمل د اهميت په درجه د دې موخې په درلودلو سره دلالت کوي، چې کوم عملونه تر ټولو غوره دي چې بايد وشي يا کومه لاره تر ټولو غوره ده چې د اصولي اخلاقو له مخې ژوند وکړويا دا چې د بېلابېلو عملونو څرنګوالی تشرېح کړي. د ارزښت سيستمونه ليد او تجويزي باورونه دي. دا سيستمونه د يوه شخص په اخلاقي سلوک باندې اغېزه کوي يا د دوی د ارادي کړنو بنسټونه دي. ډېر ځله لومړني ارزښتونه غښتلي او منځني ارزښتونه د بدلونونو لپاره مناسب دي. دا چې څه شی يو عمل ارزښتمنوي، کېدای شي ، په خپل وارسره د هغو مفعولونو په اخلاقي ارزښتونو پورې اړه ولري، چې دا يې زياتوي، کموي او يا بدلون او اصلاح په کې راولي. د اخلاقي ارزښتونو په درلودلو سره يو مفعول کېدای شي «اخلاقي يا فلسفوي ښه» ونومول شي. ارزښتونه کولی شي، د ترجيحاتو د یوه پلاوي په توګه، چې د عملونو يا پایلو د مناسبې دورې سره علاقه او اړيکه لري؛ تعريف شي. په دې ډول، ارزښتونه د يوه شخص د سم او ناسم حس او يا دا چې څه بايد هرو مرو وي، منعکسوي. «د ټولو لپاره مساوي حقونه»، «غوره والی د ستاينې وړ دی» او «له خلکو سره بايد په احترام او عزت چلند وشي» د ارزښتونو استازي دي. ارزښتونه هڅه کوي چې په کړو وړو او چلند باندې اغېزه وکړي او په دې ډولونو کې اخلاقي ارزښتونه، تعليماتي يا د نظري باورونو پر بنسټ (ديني، سياسي) ارزښتونه، ټولنيز ارزښتونه او هنري ارزښتونه شاملېږي. په دې اړه هم بحث شوی دی چې ځينې ارزښتونه، لکه: ايا د نورو د ښېګڼې غوښتنې فلسفې  اوطبيعي دي او ايا لکه د کسبوونکې ګټې بايد د بدګڼې او ښېګڼې په توګه ډلبندي شي؛ په روښانه توګه په فزيالوژيکي توګه نه دي مشخص شوي.


Create Account



Log In Your Account